په سویډن کې یو وار بیا د قرانکریم نسخې له سوځېدو سره سم د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو بېړنۍ ناسته کړې ده. له یاد سازمان څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ناسته یې د ګډ دریځ نیولو لپاره کړې ده. یادې ناستې ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د ویډیویي کنفرانس له لارې ویلي چې دوی د قرانکریم سوځولو پېښې په کلکو ټکو غندي. د اسلامي همکاریو سازمان له لوري هم په اعلامیه کې د نورو مقدساتو ته سپکاوی تېری بلل شوی او زیاته شوې چې دا چاره به نړیواله سوله له ګواښ سره مخ کړي. تر دې یوه میاشت وړاندې هم په سوډین کې د قرانکریم نسخې سوځول شوې وې.
































