د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ د خصوصي سکتور ګډ پلاوی قزاقستان ته روان شو. سوداګرۍ وزارت ویلي، چې د دې سفر موخه د قزاق- افغان سوداګریز نندارتون پرانیسته، د دواړو هیوادنو د خصوصي سکټور د استازو لیدنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ، صنعت او د پانګونې د جذبولو په اړه خبرې اترې دي. ټاکل شوې په قزاق- افغان نندارتون او نورو پروګرامونو کې د هیواد له داخل او بهر څخه ۳۵۰ افغاني شرکتونه ګډون وکړي او د دریو ورځو لپاره خپل صنعتي، کرنیز او معدني توکې نندارې ته وړاندې کړي.
































