وروسته تر هغه چې ترکیې په دغه هېواد کې پخوانۍ کلیسا چې په وروستیو کې موزیم و په جومات بدله کړه او د نړۍ د مسیحي ټولنو په ګډون یې د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس غبرګون هم راوپارول او دا چاره یې اندېښمنونکې وبلله، روسیې ویلي چې دا د ترکیې کورنۍ مسئله ده او هیڅوک پکې د مداخلې حق نه لري. سپوټنیک اژانس د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سرګي ورشینین له قوله ویلي، دوی د ترکیې په کورنیو چارو کې مداخله نه کوي او له نورو هم غوښتنه کوي چې د نورو په کارونو کې د لاسوهنې پر ځای دې خپلو چارو ته ورسېږي.
































