د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، که د دوی مداخله نه وای لیبیا به ډېر زیان لیدلی و. اردوغان زیاته کړې، په لیبیا کې باثباته دولت نه یوازې د ترکیې بلکې د ټولې افریقا او اروپا په ګټه دی او له همدې امله دوی هڅه وکړه چې په لیبیا کې د ګډوډیو مخه ونیسي. نوموړي دغه راز د اسراییل له لوري د فلسطیني خاورې الحاق ته په اشارې ویلي چې د اسراییل د ګستاخۍ لامل د نړیوالو سکوت دی. هغه ویلي، نړۍ باید د دې ظالم او جابر رژیم پر وړاندې چوپه پاتې نشي. اردوغان زیاته کړې، فلسطینیان چې تل یې د اسراییل تر جبر لاندې ژوند کړی دی نور یوازې نه دي او دی پر نړۍ غږ کوي چې د دې مظلوم ملت غږ واوري او اسراییل له لوړ پروازۍ راوګرځوي.
































