د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې ویلي یې دي، پاکستان په ترهګرو پسې افغانستان ته دننه ورځي او هلته ترهګر په نښه کولی شي. عمران خان ویلي، چې د زرداري دا څرګندونې له سیاسي پوهې بهر او احمقانه دي. بلاول بوټو زرداري وړمه ورځ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا په مهال ګواښ کړی و چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.
































