ټاکل شوې چې نن د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په واشنګټن کې د فدرال محکمې د قاضي پر وړاندې حاضر شي او د خپلو تورونو په وړاندې د قاضي پوښتنې ځواب کړي. ټرمپ په دې تورن دی چې د ۲۰۲۰ کال د ټاکنو د پایلو د لغوه کولو په لټه کې و. په دغو تورونو محکومېدل ښايي ډونالډ ټرمپ ته د یوه کال بند سزا ورکړي.
































