د نایجر د کودتا کوونکي پوځي مشر عبدالرحمن کياني د اګست په دوهمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د هېواد د خونديتوب ملي کمېټه (CNSP) به د لوېديځې افريقا د اقتصادي ټولنې (ECOWAS) بنديزونو ته غاړه کېنږدي.
د ايکواس(ECOWAS) مشرانو د جولای په ۳۰مې نېټې د نایجیریا په پلازمینې ابوجا کې یوه بیړنۍ غونډه وکړه او د نایجر له کودتا کوونکي پوځ څخه يې وغوښتل، چې د یوې اوونۍ په اوږدو کې توقیف شوی ولسمشر محمد بازوم خوشې کړي او د ولسمشرۍ دنده دې بېرته ورته وسپاري.
ايکواس(ECOWAS) او د لوېديځې افريقا اقتصادي او پولي ټولنې، چې د ايکواس له ٨ غړو هېوادونو څخه جوړه ده، په همدې ورځ د نايجر د کودتا کوونکي پوځ پر ضد بنديزونه هم اعلان کړل.
































