د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې د روان میلادي کال له پیله د دې ادارې په مرسته په افغانستان کې څه باندې څلور میلیونه ماشومانو او ښځو ته د خوارځواکۍ د مخنیوي ځانګړي خواړه ویشل شوي دي. د ملګروملتونو دې اړوند سازمان پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي چې اوس مهال له درې میلیونه زیات افغانان په خوارځواکۍ اخته دي. له دې مخکې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتو د مرستې صندوق یونیسف ویلي و، چې د روان ۲۰۲۳ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې یې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ۲۷۳ زره ماشومانو د درملنې په چاره کې یې مرسته کړې ده. یونیسف همداراز ویلي، چې یوازې په مې میاشت کې یې په خوارځواکۍ د اخته نژدې ۶۰ زره ماشومانو درملنه کړې ده.
































