روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۴۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یاده وبا د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۶۰۵ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۲۸ کسان مړه شوي هم دي چې ورسره له یادې ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زره او ۳۸ ته او د رغېدلو هغه بیا ۲۱ زره او ۲۸۰ ته لوړ شوی دی.
































