پاکستان کې د دغه هېواد پوليسو لهخوا د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په دوام، تازه اقدام کې پوليس اسلامآباد کې د افغان کډوالو پر يوه مېشت ځای ورغلي او ۷۲ تنه يې نيولي دي. د اسلامآباد پوليسو رسنیو سره خبرو کې ويلي، چې دغه کسانو لازم اسناد نه لرل، نو ځکه يې پرېکړه وکړه، چې دوی زندان ته ولېږدوي. د راپورونه له مخې، نیول شوي کسان ټول هغه کډوال دي، چې له دوو کلونو راهيسې د امريکا په څېر هېوادونو ويزو ته په تمه دي. دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان کې افغان کډوالو سره د پوليسو لهخوا ناوړه چلند کېږي.
































