د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د هوا له تودېدو سره د برښنا پرچاوي لا ډېره شوې ده. یو شمېر فابریکه لرونکي وايي، چې دورځې ۴ یا ۵ ځلې برېښنا ځي راځي چې دې کار د دوی کارونه ټکني کړي دي. د کابل ښار اوسېدونکي او صنعتکاران له برېښنا شرکت غواړي چې د دوى ستونزو ته پاملرنه وکړي او د خلکو اړتیاوو ته په کتو دې منظمه برېښنا ووېشي. د برېښنا شرکت ویاند حکمتالله میوندي مخکې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د هوا په ګرمېدو سره په کابل ښار کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې ده. هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته ویلي وو، سرپرست حکومت هڅه کوي چې د برېښنا کمښت ستونزه په اساسي ډول هواره کړي او برېښنا به له داخلي سرچینو تولید کړي. افغانستان د خپلې اړتیا وړ ډېره برښنا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ازبکستان، تاجکستان او ایران څخه واردوي.
































