له یوې لسيزي وروسته بلخ کې د باختر نباتي غوړیو دولتي شرکت بېرته ورغول شو او پر فعالیت یې پيل وکړ. چارواکي وايي، دغه شرکت چې شاوخوا یونیم میلیون افغانۍ لګښت پرې راغلی په فعالېدو سره یې څه باندې ۶۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د دغه شرکت د مسوولینو په وینا د غوړیو د تولید دغه کارخونه په یوه ورځ کې له څلور تر شپږ ټنو پورې د نباتي غوړیو د تولید ظرفیت لري. مسوولین وايي، په دې فابریکه کې له نړۍوالو معیارونو سره سم تصفیه شوي غوړي تولیديږي او بازار ته یې وړاندې کوي.
































