وروسته تر هغه چې د اسراییل له لوري د فلسطیني خاورې الحاق د نړیوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شو، د اسراییل د کابینې یوې غړې ویلي چې د فلسطین د لویدیځې غاړې الحاق طرحه د کابینې له اجنډا څخه بهر شوې ده. پنینا تامانو شاتا زیاته کړې، د یادې طرحې عملي کېدل له ډیپلوماټیکو لارو د اجرا وړ دی نه د زور له لارې. هغې زیاته کړې اوسمهال د اسراییل لپاره لومړیتوب کرونا سره مبارزه ده نه د فلسطیني خاورې الحاق. که څه هم اسراییل تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې اعلان کړی و چې دا طرحه به د جولای میاشتې له لومړۍ نیټې پیل کړي خو د ۱۳ ورځو په تېرېدو یې دې برخه کې کوم عملي اقدام نه دی کړی.
































