د پکتیکا د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په چهاربران او زیړوک ولسوالۍ کې د ۱۳میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک اوبو د دوو شبکو د رغولو خبر ورکوي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ویلي، چې د دغه ولایت د چهاربران اصوخېل او د زیړوک ولسوالۍ ورژانه کلیو کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د ۱۳میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د دوو شبکو د رغولو چارې پیل شوې دي. هغه زیاته کړې، چې په یادو شبکو کې کور په کور نلونو نښلول، د ۱۱۰ متره په ژوروالي سره څاه کیندل، زېرمو جوړول او د لمریزې برېښنا سیسټم نصبول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۷۵۰ کورنیو ته د څښاک اوبو زمینه برابریږي.
































