د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۸ زره او ۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي. دغه ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د حیرتانو بندر له لارې ۵۵ زره، ۹۱۷ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۴ زره، ۷۲۶ ټنه او دغه راز د تورغنډۍ بندر له لارې ۷ زره ۴۵۴ ټنه انتقالات شوي، چې په ټولیزه توګه ۷۸ زره او ۹۷ مټریک ټنه انتقالات کېږي. یادې ادارې زیاته کړې، چې هڅه کوي لا زیاتو انتقالاتو ته مناسبه زمینه برابره او سوداګرو ته اړینې آسانتیاوې برابرې کړي.
































