ترکي پولیسو ۵۵ تنه افغانان چې غوښتل یې د دغه هېواد له لارې نورو هېوادونو ته لاړ شي نیولي دي. د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې اته نور یې د پاکستان او بنګله دېش اوسېدونکي دي، چې له ایران څخه په یوې لارۍ کې ترکیې ته ننوتي وو. د ترکيې رسنیو د راپورونو له مخې نیول شوي پناه غوښتونکي د اماسیا ښار د کډوالۍ ادارې ته سپارل شوي، چې بېرته افغانستان ته ولېږدول شي. ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه مهمه لار ده. ډېری دغه پناه غوښتونکي د ایران له لارې ترکیې ته ځي. په ورستیو میاشتو کې په ترکیه کې د کډوالو په ځانګړې توګه د افغانانو نیونه او شړل زیات شوي دي.
































