نن سهار د کابل – کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د ۴۰۴ ډوله بس د چپه کېدو له امله ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله جوهر ویلي، چې د دغه ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د یو ۴۰۴ ډوله بس د چپه کېدو له امله یو تن مړ او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د یادونې وړ ده، چې ټپیان د درملنې لپاره د کندهار میرویس حوزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
































