د هرات د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ۱۵۰۰ نويو ښوونکو د ګومارلو خبر ورکړی دی. د هرات د پوهنې رییس وايي، چې په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ نوي ښوونکي ګومارل شوي او د ۴۰۹ نورو ښوونکو د ګومارولو چارې روانې دي او همدارنګه ۱۴۰ خدمتي کارکوونکي هم په دندو ګومارل شوي دي، خو اوس هم د پوهنې په برخه کې د ښوونکو کمښت د پام وړ دی او باید پاملرنه ورته وشي. امیني زیاته کړه، چې تر دې مهاله ۴۴ ښوونځي بیارغول شوي او د یو شمېر نورو ښوونځیو د بیا رغولو چارې روانې دي.
































