د هرات د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان د څلورو بلاکونو او د غور ولایت د تولک ولسوالۍ د سرپو کان د یو بلاک د استخراج او پروسس د داوطلبۍ ګټونکي شرکتونه اعلان شول. مسوولین وايي چې د بلاکونو د ګټونکیو شرکتونو ډېره ونډه افغان شرکتونه جوړوي، چې له بهرنیو شرکتونو سره به په ګډه دغه بلاکونه پر مسلکي ډول استخراج او پروسس به یې په کور دننه ترسره کوي. د اقتصادي مرستیالۍ د لیکنې پربنسټ، چې له دغو کانونو ترلاسه شوې پیسې به په هېواد کې په ټولګټو پروژو او د برېښنا په تولید ولګول شي. د یادونې وړ ده چې د قراردادونو منظوري د سرپرست حکومت مشرتابه ورکړې ده.
































