ماليې وزارت وايي، چې له هېواده بهر ته د تازه میوې او سبزۍ د صادراتو لپاره ټولې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د یاد وزارت ویاند وايي، په بندرونو کې د سوداګریزې راکړې ورکړې د زیاتوالي لپاره اسانتیاوې برابرې شوي او دمګړۍ د تورخم او سپین بولدک بندرونه په ۲۴ او ۱۶ ساعته ډول فعالیت کوي. بل لور ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په وروستیو څلورو میاشتو کې، پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، اتریش، کاناډا او امریکا ته د ۲۳ میلیونو ډالرو په ارزښت تازه میوه صادره شوې ده. په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د تازه میوې د صادراتو د زیاتېدو لپاره اړتیا ده چې نور هوايي دهلېزونه فعال شي.
































