د اقتصاد وزارت تایید وي چې په وروستي یو کال کې په هېواد کې د نږدې ۲۲۰ مرستندویه بنسټونو فعالیتونه درول شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي چې د دغو بنسټونو فعالیتونه د اصولو د نه رعایت کولو په پار درول شوي او دایمي نه دي او په راتلونکي کې به بېرته پېل شي. بل خوا د اقتصاد وزارت مسلکي معین وایي چې د دغو بنسټونو د فعالیتونو بندېدل دایمي نه دي، بلکې هغه مهال چې د دغو بنسټونو له لوري د اقتصاد وزارت شرایط پر ځای شي، خپل فعالیتونه به بېرته پېل کړي. خو دغه وزارت له مرستندویو موسسو سره پر همکارۍ او د اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار کوي.
































