د پنجشېر په حصه اول ولسوالۍ کې د زمردو د استخراج چارې پيل شوې. د کانونو او پټرولیم وزارت د منرالونو د تنظیم لوی رییس وايي، چې دې ولایت کې ۲۰۰ کان کیندونکو ته د زمرودو د استخراج جوازونه وېشل شوي. نوموړي زیاته کړې، چې په پنجشېر کې د زمردو، بیروجو، یاقوتو، لاجوردو او نورو ګران بیه ډبرو کانونه شته چې د کانونو او پټرولیم وزارت یې د استخراج چارو د معیاري کولو لپاره هڅه کوي.
































