د هرات ځايي چارواکي په اسلام کلا بندر کې د ګلوبل فنډ په مالي ملاتړ د ۱۶۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نري رنځ د تشخیص د دوو ماشینونو د فعالېدو خبر ورکوي. د نري رنځ د ملي پروګرام مسوول ډاکتر خان محمد منګل وویل، چې یو ماشین په اسلام کلا بندر کې له ایران سره په صفري نقطه کې او دغه راز یو ماشین د یاد بندر په روغتیايي مرکز کې د هغو کډوالو د نري رنځ ناروغۍ د تشخیص لپاره فعال شوي چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته راستانه کېږي. ډاکتر منګل زیاته کړه، چې دغه ماشینونه په دوو ثانیو کې د نري رنځ د معلومولو لوړ ځواک لري او په نري رنځ اخته کسان به په خپلو اصلي برخو کې تشخیص او درملنه به یې وشي. نوموړي وویل، تېر کال په ټول هېواد کې د نري رنځ په ناروغۍ د اخته ۵۲ زره کسانو تشخيص، ثبت او تر درملنې لاندې نیول شوي دي.
































