د سولې له هڅو سره هممهاله طالبانو یو ځل بیا په ښارونو کې ځانمرګي او ډله ییز بریدونه پيل کړي دي. پرون یې د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست پر یوه ودانۍ موټربم او وسله وال برید وکړ. په دغه پېښه کې له اویا زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو د برید مسوولیت منلی او افغان حکومت پېښه غندلې ده. افغان حکومت بیا وایي چې طالبانو د سولې هوکړې تر لاسلیک وروسته تاوتریخوالی ډېر کړی او باید کړنې یې وڅارل شي.
پرون یوې درنې چاودنې د ایبک ښار د خلکو ارام واخیست. د سمنګانو ولایت په مرکز ایبک ښار کې د ملي امنیت ریاست په دروازه کې لومړی ځانمرګی برید وشو او وروسته د معلوماتو له مخې، څلورو وسله والو په دغه ودانۍ کې له امنیتي ځواکونو سره نښته پيل کړه. د راپورنو له مخې، په دغه پېښه کې لس امنیتي سرتېري وژل شوي او په شاوخوا کورونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ ملکیان ټپیان شوي هم دي. د سمنګانو والي وایي چې برید د بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېد او په وینا یې، په پېښه کې افغان سرتېرو ته تلفات اوښتي دي. د ده په خبره: ((امنیتي ځواکونه بریالي شول چې تر ځانمرګي برید وروسته ودانۍ ته ننوتي څلور ځانمرګي بریدګر ووژني او د لا ډېر پرمختګ مخه یې ونیسي)).
سرچینې وایي چې په پېښه کې له شپېتو زیات کسان ټپیان شوي او لس نور وژل شوي دي. په ایبک ښار کې د عامې روغتیا ریاست چارواکي بیا وایي چې د پېښې له سیمې ۶۳ ټپیان او لس مړي ور وړل شوي دي. د سمنګانو ولایت د عامې روغتیا ریاست رییس عبدالخلیل مصدق وایي چې په ټپیانو کې اته ښځې او دوه ماشومان هم شته دي. د ده په خبره: ((۶۳ کسه ټپیان شوي، لس یې امنیتي سرتېري، اته ښځې او دوه ماشومان دي. د دوی روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی)).
له دې سره هممهاله طالبانو بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی دی او په خبره یې، په دغه برید کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. سمنګان له نسبتاً امنو ولایتونو و، خو په شمالي ولایتونو کې د جګړو لمن دغه ولایت ته هم رسېدلې ده. له تېرو څو ورځو راهیسې، په بدخشان، کندوز، بلخ، فاریاب او سمنګان کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو راپورونه هم راځي.
دغه نښتې او بریدونه داسې مهال کېږي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره هڅې روانې دي. افغان حکومت بیا وایي، طالبانو پر هوکړه عمل نه دی کړی او د دې ډلې کړنې باید تر ذره بین لاندې وڅارل شي. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو مهمه دنده دا وه، چې تاوتریخوالی کم کړي یا پر نااعلان شوي اوربند عمل وکړي، جګړې ودروي او د افغان حکومت بندیان خوشي کړي، خو دغې ډلې پر یادو مواردو عمل نه دی کړی. د صدیقي په خبره، طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی او نړیوال باید دې ته متوجه وي چې طالبان د سولې له هوکړې ناسمه ګټه پورته کوي.
بلخوا رسنۍ بیا وایي چې له طالبانو سره د هوکړې ګڼ موارد تر اوسه نه دي عملي شوي. تاوتریخوالی نه دی کم شوی، جګړې نه دي کمې شوې، بندیان نه دي خوشي شوي، بهرني عسکر نه دي کم شوي، بین الافغاني خبرې نه دي پيل شوې او لا هم دغه جګړه د افغانانو ژوند اخلي. د طالبانو له لوري په ښارونو کې داسې مهال بریدونه پيلېږي چې ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه، د مرکزي اسیا هېوادونه، چین، عربستان، قطر، امریکا او ګڼ نور هېوادونه له طالبانو غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي، خو طالبان بیا وایي چې دوی به د بین الافغاني خبرو تر پایلو پورې خپلو جګړو ته ادامه ورکوي او په بین الافغاني خبرو کې به پر اوربند یا د تاوتریخوالي پر کمولو خبرې کېږي.
































