د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې د تېر يوه کال په موده کې ۹۵۲زره ۵۸۹ تنه افغان کډوال له ايران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. چارواکي وايي، دمګړۍ په کوربه هېوادونو کې ۷ميليونه افغان کډوال او په هېواد کې دننه د ۳ ميليونه په شاوخوا کې د اخلي بې ځايه شوي شتون لري. دغه راز په تېر يوه کال کې له ۳ ميليونه ۲۸۱ زره راستنو شويو کډوالو او داخلي بېځايه شويو کورنيو سره د همکارو موسسو په همغږۍ مرسته شوې ده.
































