امریکا له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د نوې پوځي مرستې اعلان کړی دی.د راپورونو له مخې، پنټاګون د ۶.۲ ملیارد ډالرو ناسمې محاسبې له کشف او سمولو وروسته، د امریکا حکومت د دغو پېسو وېشل په څو برخو پیل کړي دي.د پوځي مرستو په دې کڅوړه کې د ماین پاکۍ تجهیزات، د ټانک ضد وسلې، وسلې او مهمات، هوايي دفاعي سیسټم، توغندي او یو شمېر نورې وسلې شاملې دي.
































