د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ایټالیا ته نژدې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۴۱ کډوال مړه شوي دي. تر اوسه روښانه نه ده چې قربانیان د کوم هېواد خلک دي. نړیوالو رسنیو د ژوندي پاتې شویو کسانو له خولې لیکلي، چې د کډوالو یاده کښتۍ له تونس څخه د ایتالیا په لور روانه وه. په کښتۍکې د سپرو کډوالو له ډلې څلور یې ژوندي پاتې شوي.
































