د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د دې وزارت سرپرست له یو شمیر ترکي پانګوالو سره لیدلي او هغوی په افغانستان کې د نفتو ګازو زېرمو او د بلخ ولایت د برېښناکارخونې او دکیمیاوي کود په برخو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت په یوه ټویټ کې زیاته کړې، چې د یاد وزارت سرپرست وزیرد کان کېندنې د طرزالعمل اوقوانینو مطابق له دې ترکي پانګوالو سره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
































