د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له خپل امریکایي سیال مایک پمپیو سره تلیفوني خبرې کړې دي. دوی د افغانستان د سولې او همدا راز ټاکنو اوامنیت وضعیت په اړه خبرې کړې دي. روسیې ویلي دوی په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي. بلخوا مایک پمپیو هم ویلي چې مسکو او واشنګټن باید په سیمه کې د تاوتریخوالی او بې ثباتیو له کمولو سره همکاري وکړي او د افغانستان په ګډون په سوریه او نورو هېوادونو کې د جګړو په پای ته رسولو کې رغنده رول ولوبوي.
































