د عامې روغتیا وزارت وايي، په ټول هېواد کې د ګرمۍ او سړې هوا له امله د موسمي ناروغیو پېښې په ماشومانو کې زیاتې شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو ۷ میاشتو کې نږدې ۲۰۰ زره ماشومان په بېلابېلو موسمي ناروغیو اخته شوي دي. ډاکټران وايي، چې د هوا ګرمېدل او د اقلیم بدلون په دې ورځو کې په ډېرو ماشومانو کې د بېلابېلو موسمي ناروغیو د ډېرېدو لامل شوی دی.
































