د ایران نیمه دولتي اژانس تسنیم راپور ورکړی چې ایران تر غږ د چټک توغندي د جوړولو ټکنالوژي ترلاسه کړې او اوس مهال د دغه توغندي په ازمویلو بوخت دی.د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې تر غږ چټک دغه تازه توغندي، په ایران کې د جوړو شویو کروز توغندیو نوی نسل دی چې لا هم د ازمېښت په پړاوونو کې دی او د ایران په دفاعي ځواک کې به یو نوی فصل وي.
































