د افغانستان بانک ویلي چې د ۱۰۰ مېلیارد نویو چاپ شویو افغانیو یوه ستره برخه یې ترلاسه کړې ده او د افغانستان بانک او خصوصي بانکونو له لارې په منظمه توګه وېشل شوې دي. د افغانستان بانک سرپرست ویلي چې دغه بانک د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت ساتلی دی. د انفلاسیون کنټرول، د اسلامي بانکوالۍ د سسټم جوړېدل، د پیسو د خدمتونو شرکتونو او صرافیو ته د جوازونو د ورکړې د سیستم فعالېدل او په بانکونو کې د خلکو د پیسو په ورکړه کې زیاتوالی د افغانستان بانک د تېر یو کال تر ټولو مهمې لاسته راوړڼې ښودل شوې دي. بل خوا، د افغانستان بانک مسوولین د پړسوب یا انفلاسیون د کموالي خبره کوي او وایي چې د پیسو د زیرمو په مدیریت سره په بازارونو کې د اسعارو اړتیا پوره شوې ده. د افغانستان بانک د معلوماتو له مخې، دغه بانک پروسږکال د هېواد په مالي نظام کې د لویو نغدي معاملاتو ۵۶۰ راپورونه او د مشکوکو معلوماتو ۶۱۸ راپورنه ترلاسه کړي دي. دغه راز په دې موده کې سل مشکوکې مالي قضیې څېړل شوي او په پایله کې یې ۳۰ قضیې د قانون د تنفیذ ادارو ته سپارل شوې دي.
































