د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، سیمهییز اتصال او دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې وکړې. د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له ترکیې سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختيا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ګډې خونو پر جوړېدو، د هوایي دهلېز پر پرانیستلو، د ترکي پانګوالو له لوري په افغانستان کې د پانګونې پر زیاتوالي او افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې د لازمو آسانتیاوو په برابرولو هر اړخیزې خبرې کړې دي. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د ترکیې له حکومت څخه غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره ښه چلند وکړي. په ورته وخت کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا او په افغانستان کې د ترکي پانګوالو له لوري د پانګونې د هڅونې ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې اړه به اړوندې ادارې په ګډه سره کار وکړي.
































