د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر له یو شمیر بهرنیو پانګهوالو سره په نوي کابل ښار کې د پانګونې په موخه کتلي دي. یادو پانګهوالو د نوي کابل ښار پروژې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې په اړه لیوالتیا ښودلې او زیاته کړې يې ده، چې که زمینه ورته برابره شي په نوي کابل ښار کې به د مسکن په جوړلو، برښنا تېرولو، سړکونو، لومړۍ درجه زېربناء چارو او دغه راز د اوبو په رسولو برخه کې پانګونه وکړي او د کابل نوي ښار او اوسني کابل ښار ته به د پنجشېر اوبه را ورسوي. په ورته وخت کې د کور او ښار جوړولو سرپرست په دغه کتنه کې ویلي چې د سرپرست حکومت د ټولو کورنیو او بهرنیو پانګهوالو په کلکه ملاتړ کوي، زمینه ورته برابروي او هڅه کوي، چې پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي. نوموړي همدارنګه پانګوالو ته د امکان تر بریده د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د پانګهوالو وړاندیزونه به د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت سره شریک کړي.
































