د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین د دغه ولایت په مرکز سربېره دریو ولسوالیو کې د څه باندې ٦٠ میلیونو افغانیو په لګښت ١٧٧ کورنیو د کورونو جوړولو چارو د پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس ویلي، چې په یاد ولایت کې د آر.سي.اېچ.ان.یو موسسې په مالي ملاتړ ۳۲۵ کورنیو ته کورونه په پام کې نیول شوي، چې له دې ډلې به روان کال ١٧٧ کورنیو ته کورونه جوړ شي. د یادونې وړ ده چې له دې مخکې هم د یادې موسسې لخوا لغمان کې د کډوالو ځوانانو لپاره د یوه ټولنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې وې چې لاهم روانې دي.
































