د خوړو نړیوال پروګرام وايي له خپلو نړیوالو همکارانو سره په افغانستان کې د ښځو د پیاوړتیا لپاره کار کوي. دغه پروګرام پرون په یوه ټویټ کې ویلي، چې د ښځو لپاره د ګنډلو ماشینونه جوړوي او په دې برخه کې ورسره مرسته کوي، څو له دې لارې خپلې کورنۍ تمویل کړي. په همدې حال کې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند وحیدالله اماني ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا لري، چې د ژمي په درشل کې له اړو کسانو سره مرستې وکړي. د ملګرو ملتونو له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، په افغانستان کې د اړو کسانو شمېر له ۲۹،۲ میلیونو څخه اوښتی دی.
































