امریکايي رسنۍ وايي چې یو امریکایي عسکر په یوه غیر جنګي پېښه کې په افغانستان کې مړ شوی دی.آرمي ټایمز لیکي ۲۴ کلن جوزف ټرېنټ په کندهار کې مړ شوی دی خو د مرګ د نوعیت په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي. امریکایي چارواکو دغه رسنۍ ته ویلي چې د جوزف د مرګ څرنګوالی تر څېړنې لاندې دی او معلومات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي. تر دې څو اونۍ وړاندې په فراه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې یو امریکايي عسکر وژل شوی و. د امریکايي عسکرو دغه تلفات داسې مهال دي چې دوی به جګړو کې ښکېل نه دي او له طالبانو سره تر هوکړې وروسته دوی په خپلو نظامي اډو کي امن ژوند لري.
































