د هند د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغې غوښتنې په ځواب کې چې په هند کې د دوی لوبډلې ته ځانګړي امینتي تدابیر ونیول شي ویلي، چې پاکستانۍ لوبډلې ته ځانګړي امنیتي تدابیر نه شي نیولی. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت دغه راز زیاته کړې، هغه تدابیر چې د نورو هېوادونو لوبډلو ته نیول کېږي، پاکستانۍ لوبډله به هم ترې برخمنه وي. دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت خپلې لوبډلې ته د ۲۰۲۳ ز کال د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې د کډون په موخه هند ته د تګ اجازه ورکړې وه او تمه یې ښودلې وه، چې په هند کې به د دوی لوبډلې ته ځانګړي امنیتي تدابیر نیول کېږي. ټاکل شوې د ۲۰۲۳ کال د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام د روان کال په اکتوبر میاشت کې په هند کې ترسره شي.
































