رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې انورالحق کاکړ د پاکستان د لنډمهالي لومړي وزیر په توګه معرفي شوی دی. د دغه راپور پر بنسټ، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د پاکستان دولت مخالف لوري مشر راجا ریاض نن (شنبې، د زمري په ۲۱مه) له یوې ځانګړې غونډې وروسته د انورالحق کاکړ پر ټاکلو یې هوکړه کړې ده. انورالحق کاکړ د پاکستان په سنا مجلس کې د بلوچستان د عوامي ګوند استازی دی.
































