امریکا د خوندیتوب او اعتبار له اړخه د پاکستاني هوایي شرکتونو درجه راټيټه کړې ده. د امریکا د هوایي چلند فدرالي ادارې په تازه پرېکړه کې ویلي تر هغه وروسته چې د ځينو پاکستاني پيلوټانو د اسنادو جعل ثابت شو، دوی پرېکړه کړې چې پاکستاني الوتکې او پيلوټان دویمې درجې ته راښکته کړي. په دویمه درجه کې هغه هوایي شرکتونه راځي چې خوندیتوب یې د ډاډ وړ نه دی او کارونو له یې له نړیوالو معیارونو سره برابر نه دي. امریکا ویلي چې دغه الوتکې خوندي نه دي او خلک دې تر خپلې وسې له هغې استفاده نه کوي. پاکستان تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې د ډيری پاکستاني هوایي شرکتونو اسناد جعلي دي او پيلوټان یې په جعل او فساد پر دندو ګومارل شوي دي.
































