د نیمروز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د کرونا روغتون د انتاني ناروغیو په ۲۰ بستریز روغتون بدل شو. د یاد ولایت د انتاني ناروغیو د شل بستریز روغتون مسوول، ډاکټر علياحمد عظیمي ویلي، چې د یاد روغتون فعالیتونه له شپږ میاشتني ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شول، د عظیمي په وینا، ياد روغتون مخکې د کرونا په برخه کې فعالیت کاوه چې اوس به د (انتاني) ناروغیو په برخه کې خپل فعالیت کوې. بل لور ته د ریلیف نړیوالې موسسې استازي، ډاکټر رشادالدین ناصري وویل، چې له همدې روغتون سره د ۵ میاشتو لپاره قرارداد کړی چې د مسلکي پرسونل له خوا به یې چارې پرمخ وړل کېږې.
































