د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د کورني امنیت په تړاو په یوه جوړه شوې غونډه کې ویلي چې د هېواد پولیس یې اصلاح دي او لا ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا نه لري. دده په خبره ستونزه د شیکاګو او ځینو ایالتونو ده. ټرمپ وایي شیکاګو اوس تر افغانستان او یا بل هر هغه هېواد نا امنه ده چې امریکایي عسکر پکې حضور لري. ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د امریکا ځينې برخې تر افغانستان نا امنه دي او ژوند پکې ګران دی.
































