د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هیواد سفیر حسن کاظمی قمي ویلي، چې یو ایراني تخنیکي پلاوي د هلمند د سیند د اوبو له سرچینو څخه لیدنه کړې ده. قمي د ایران د فارس خبري اژانس ته ویلي، اوس مهال یو فني پلاوی په کابل کې دی، کتنه ترسره شوې او ډیر ژر به راپور زمونږ لاس ته راورسیږي. د قمي د وینا پر اساس دا لومړی ځل دی، چې ایراني متخصیصین د ارزګان ولایت د هراوود په سیمه کې د هلمند د سیند د اوبو د سنجولو له مرکز څخه لیدنه کوي. د افغانستان سرپرست حکومت د قمي د دغو څرګندونو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.
































