روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱۳۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. له دې سره پر یادې وبا د اخته کسانو شمېر ۳۴ زره او ۷۴۰ ته رسېدلی دی.
د یاد وزارت په خبره، د دوی د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه پر کرونا اخته یو زره او ۶۲ کسان مړه شوي، ۲۱ زره او ۴۵۴ نور بیا تر رغېدو وروسته بېرته له روغتونونو رخصت شوي دي.
































