د میدان وردګو ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولین د دغه ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله د ۶ کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار ویلي، چې دغه پېښه د جلریز ولسوالۍ اړوند د اوني کوتل سیمه کې د یو کرولا موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په کې ۶ کسان ټپیان شوي دي. اسرار زیاته کړه، د پېښې ټپیان د جلرېز ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په مرسته د مرکز میدان ښار روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښې وړ ښودل شوی دی. نوموړی د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي بولي.
































