د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال سبا کابل ته راځي. د ایراني رسنیو د راپورنو له مخې، کابل ته د عباس عراقچي د دې سفر موخه د ایران او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو سند په اړه خبرې اترې ښودل شوې دي. راپورونه وایي چې نوموړی به په دې سفر کې د دوه اړخیزو همکاریو پراخ بنسټه سند په اړه چې امنیتي، اقتصادي او ترانزیټي همکارۍ پکې شاملې دي له افغان چارواکو سره خبرې اترې وکړي. راپورونه کاږي چې عراقچي به په دې سفر کې دغه راز د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو دفتر کې په یو ګرد مېز کې هم ګډون وکړي.
































