په خوست ولایت کې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د خوست ښار سپین جومات ته نږدې یوه هوټل کې چاودنه شوې ده. د خوست ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره ویلي چې د چاودنې له کبله درې تنو ژوند خپل ژوند بایللی او اووه تنه ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي چې د دې پېښې د نوعیت په اړه پلټنې روانې دي.
































