د کورنیو چارو وزارت د تامیناتي چارو معین عبدالله مختار د چین د هواوې کمپنۍ له مشر ويکتور سره په کتنه کې ويلي، په پام کې ده، چې د افغانستان په هر ولایت کې د کامرو پرمختللی سیستم فعال کړي، خو د پروژو په پلي کېدو کې يې پر غوره کيفيت او کمې بيې ټينګار کړی دی. د هواوي کمپنۍ مشر ویکتور ويلي، دوی ژمن دي چې د سرپرست حکومت تر چتر لاندې د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې کار وکړي.
































