د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس عزیز الرحمن د یوناما له مرستیال مارکس پوتزل سره کتلي دي. په دې کتنه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس، ویلي چې افغانستان اوسمهال په جدي توګه له اقلیمي بدلون څخه اغېزمن هېواد دی؛ په داسې حال کې چې د ګلخانهيي ګازونو په خپرولو کې ډېره کمه ونډه لري. هغه ټینګار کړی چې ملګري ملتونه د افغانستان د اقلیمي بدلون پروژې چې د ۸۲۶ میلیونو ډالرو په ارزښت دي؛ باید له تعلیق څخه وباسي؛ په نړيوالو چاپېریالي غونډو کې د دې ادارې مسوولینو ته د ګډون زمینه برابره شي او د (سي.او.پي) په راتلونکې غونډه کې افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي. نوموړي دغه راز له نړيوالو څخه غوښتي چې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په همدې حال کې مارکس پوتزل ويلي چې «یوناما» هڅه کوي له افغانستان سره د نړيوالو د همکارۍ زمینه برابره کړي او ډاډ یې ورکړی چې کډ کار کولو ته ژمن دي.
































