د پکتیکا په ګیان ولسوالی کې د نږدې ٦٢ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۴۷ د استوګنې کورونه او دغه راز د ٩ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ٣ شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس مطیع الله منصور ویلي، یادې پروژې د هوساینې نړېوالې موسسې لخوا بشپړې شوي، چې په کې د ٦١ میلیونو، ٧٥٠ زره افغانیو په لګښت ۲۴۷ کورونو جوړول، د ٢ میلیونو، ٦٤٠ زره افغانیو په لګښت د ۴۸ تشنابونو جوړول او دغه راز د ٩ میلیونو افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ٣ شبکو جوړول شامل دي، چې پرمټ ٦٢٠ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. ګیان او برمل د پکتیکا هغه زیانمنې ولسوالۍ دي، چې نږدې دوه کاله مخکې زورورې زلزلې له امله په کې زرګونه کسان مړه او ژوبل شول.
































